Banner

چې چېرې ځې حال راته وايه/ ټپيزې/ م،حنيف حيران

21.01.2010 10:27

په محبت کې څومره زور دی
څه وکړم ماته خو پېغور دی
کلی وطن راته سور اور دی
د يار مې پېغله خور په کور ده
نيستي د ورور ده چې بدل ورسره شمه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ژوندی دې غواړمه له خدايه
د سفر لوری دې راښايه
ته که نږدې ځې او که ورايه
چې چېرې ځې حال راته وايه
چې دې خالي دربار ته نه کړم سلامونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بېړۍ د صبر مې ډوبيږي
ورځ چې په ورځ پسې تېريږي
زړه مې پر تا لا مينيږي
ستا يارانې ته مې زړه کيږي
خو نا چاري مې پر خوله ايښي دي لاسونه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ما مې د يار له سره ځار کې
هغه چې درومي ما يې لار کې
ښخ د بېلتون سترګو کې خار کې
چې يار مې مري لالا بېمار کې
چې د لالا په بانه يار ته وژاړمه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
که بې وسي که مجبوري وي
مينه په کار د يوه سړي وي
ورک شه هغه چې بازاري وي
د نجونو زړونه فولادي وي
يو يار يې مړ شي بل ته سترګې توروينه.

ګل ولي شاه لمر 27.11.2011 20:13

زما تبصره مو خپره نه خيرده پکتيا په ډاګ کې واله

ګل ولي شاه لمر 27.11.2011 20:03

حيران صيب ټپيزې ډيرې ښکلې وي چې دستايلو ټګي يې نلرم اوداټپيزې مې په خوست کې په ولس غږراډيودالماسوغاړکۍ په خپرونه کې ټولې نشرکړلي

ګل ولي شاه لمر 27.11.2011 20:02

حيران صيب ټپيزې ډيرې ښکلې وي چې دستايلو ټګي يې نلرم اوداټپيزې مې په خوست کې په ولس غږراډيودالماسوغاړکۍ په خپرونه کې ټولې نشرکړلي

ښیرین اغا نوری 23.09.2011 08:46

سلامو<br /><br />نۀ لکۀ غړونۀ حیران صاحب زما ستا لنډی ډیرۍ خوخی شولی

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.